ads

د نورستان په یوه ځنګل کې اور لګېدنه رامنځته شوې

د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په یوه ځنګله کې اور لګیدلی دی.

جان اغا صالح
31 غویی 1401
د نورستان په یوه ځنګل کې اور لګېدنه رامنځته شوې

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حق بیان کلید ته وویل، چې تیره ورځ ناوخته د واما ولسوالۍ اړوند《 بوني》 سیمې په یو ځنګل کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده.

د نوموړي د مالوماتو له مخې د یادې اورلګیدنې له امله شاوخوا لس جریبه د نښترو ځنګل سوزیدلی، خو ځاني زیان یې نه دی اړولی.

نوموړي زیاته کړې په ځنګله کې اور وروسته له هغه ولګېد چې یو ماشوم لرګیو ته اور واچاوه او له همدې امله اور زیات او ځنګل ته داخل شو.

د نورستان سیمه ییزو چارواکو د اور د کنټرولولولپاره یې له ځایي خلکو هم مرسته غوښتې او هم یې خپل ټول امکانات په کار اچولي خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA