ads

په خوست کې د تېر او اوسني نظام د سرتېرو د یتیمو ماشومانو ګډ اختر

په خوست کې د تېر نظام او د اوسني سرپرست حکومت د وژل شویو سرتېرو یتمیو ماشومانو د کوچني اختر د دریمې ورځې مراسم په ګډه ونمانځل

بختاجان بختیار
14 غویی 1401
په خوست کې د تېر او اوسني نظام د سرتېرو د یتیمو ماشومانو ګډ اختر

دا مراسم چې د استخباراتو لوی رياست له خوا د دغه ولايت په حکيم تڼيوال تفريحي پارک کې نيول شوي و، د تېرې شل کلنې جګړې د دواړو غاړو د وژل شويو سرتېرو يو شمېر يتيمو ماشومانو او ځايي حکومتي مسوولينو په کې ګډون کړی وو.

د خوست د استخباراتو رياست د مطبوعاتو د برخې مسوول قاري عبيدالله ابوالهبه وايي، اوسنی سرپرست حکومت د تېر نظام د سرتېرو يتيمو اولادونو او د طالب سرتېرو يتيمو اولادونو ته په يو نظر ګوري او د هغوی ساتنه او پالنه خپل مکلفيت بولي.

نوموړي وويل په دې ډول سره دوی غواړي، چې د دغو يتيمو ماشومانو له ذهنونو دا فکر لرې کړي چې د عسکر او يا د طالب د زوی په نوم د ځينو مغرضو کړيو له خوا ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((زموږ دغه لړۍ چې اوس مو د اختر د دريمې ورځې نه شروع کړې ده، دا لړۍ همدغسې تعقيبوو، څومره که د تېر نظام دي او که د امارت اسلامي يتيمان دي، د دوی لپاره زموږ برنامې دا دي، چې تعليمي مرکزونو ته یې ليږو، حتی تر لوړو زده کړو پورې يې مالي مسوليت مشران په غاړه اخلي.))

دوولس کلن محمدولي يو له دغو يتيمانو څخه دی، چې پلار يې د اسلامي امارت په ليکو د تېر نظام امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی.

نوموړی وایي نه غواړي نور دې يې همځولي د ده په شان د پلار له نعمت بې برخې شي او راتلونکی يې د ناڅرګند برخه‌ليک سره مخ شي.

دی وايي: ((موږ يتيمان شوو، در په در شوو، باقي دې نور جګړه ودريږي، څوک دې نه يتيمان کيږي.))

څوارلس کلن دوستان الله د يادو ماشومانو له ډلې يو بل يتيم دی، چې پلار يې د تېر حکومت د امنيتي ځواکونو په ليکو کې وژل شوی.

نوموړي وويل دی هم په هېواد کې د سولې او ارامۍ غوښتونکی دی، ترڅو نور ماشومان بې پلاره نه شي:

 ((په تېره شل کلنه جګړه کې زه هم يتيم يم، موږ له جګړې څخه ستړي شوي يو، بايد زموږ په هېواد کې وينه توی نه شي، نور يتيمان ونه شي، کونډې ونه شي.))

په همدې حال د دغه ولايت يو تن ديني عالم سيدکريم شاه کريمي بيا د اوسني سرپرست حکومت له مسولينو غوښتنه وکړه چې د يتيمانو پالنې او روزنې ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي:

 (( که چېرې همداسې پاتې شي نو دا ومنئ چې هر يتيم دا د ټولنې په ضد تماميدای شي، د افغانانو او مسلمانانو په ضد تماميدای شي، زيان ډېر لري، نو په ډېر احترام سره غوښتنه ترې لرو چې دوی په دې برخه کې پوره پاملرنه وکړي.))

د مسوولينو د معلوماتو له مخې د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم د کوچني اختر د درئيمې ورځې د نمانځنې د يتيمانو ګډ مراسم ترسره شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA