ads

په هېواد کې ۲۳۵ نور کسان پر کورونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۳۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷۴ زره او ۵۸۲ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
15 کب 1400
په هېواد کې ۲۳۵ نور کسان پر کورونا اخته شوي

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په یاده موده کې له دې وبا څخه یو تن مړ شوی او ۲۱۱تنه روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۶۲۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۵۷ زره او ۵۲۷ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA