ads

روغتیا وزارت: د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر کم شوی

که څه هم روغتیایي مسوولین وایي، چې له تېرې یوې اوونۍ څخه د کورونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر راټيټ شوی خو زیاتوي، چې لاهم دغه ناروغي په افغانستان کې یو جدي ګواښ دی.

فضل هادي حمیدي
13 کب 1400
روغتیا وزارت: د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر کم شوی

دغه روغتیایي مسوولین د کورونا په اړه د خلکو بې پروایۍ هم اندېښمن کړي دي.

د افغانستان روغتیایي مسوولین وایي، که څه هم په دې وروستۍ یوه اونۍ کې د کورونا د مثبتو پېښو ګراف راټيټ شوی دی خو په خبره یې چې  لاهم کورونا په هېواد کې یو جدي ګواښ دی.

په کابل کې د کورونا ناروغانو د درملنې یوازیني لوی روغتون افغان جاپان سرطبیب ډاکټر محمدطارق اکبري له کلید سره په خبرو کې وویل، خلک لاهم کورونا ته هغسې جدي پاملرنه نه کوي لکه څرنګه چې لازمه ده: «له موږ سره اوس هم نوې مثبتې پېښې شته او هره ورځ له لسو تر ۱۲ پورې د کورونا ناروغان زموږ سره په بېړنۍ څانګه کې بستریږي، چې له ډلې یې پنځوس سلنه یا نیمایي یې آی سي یو یا د جدي څارنې څانګې ته ځي او نور په نورو وارډونو کې بستریږي.»

د افغان جاپان روغتون سرطبیب په ورته وخت کې د دغه روغتون د امکاناتو په اړه وایي، چې دوی اوس امکانات لري او له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ، خو د اومېکرون د تشخیص کېټونه یې لاهم نه دي ترلاسه کړي ترڅو معلومه کړي چې دکورونا ناروغۍ د اومېکرون بڼه په هېواد کې په کومه کچه ده.

په ورته وخت کې ډاکټران هم د کورونا ناروغۍ په اړه د جدي تدابیرو د نیولو سپارښتنې کوي.

د افغانستان د اسلامي طبي ټولنې مشر ډاکټر محمدیوسف طیب له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل، په دې وروستیو کې د کورونا د مثبتو پېښو ګراف راټیټ شوی دی، خو نوموړی ټینګار کوي چې دغه د ګراف راټیټېدل په دې معنی نه دي چې یاده ناروغي دې نوره جدي نه ګڼل کیږي: «د کورونا د مثبتو پېښو د راکمېدو معنی دا نه ده چې زموږ ولس او روغتیایي سکتور دغه موضوع جدي ونه ګڼي، دا یو واقعیت دی چې زموږ خلک د کورونا په اړه هېڅ احتیاطي تدابیر نه نیسي نو همدا موضوع زموږ لپاره په یوه ګواښ بدلېدای شي.»

د اسلامي طبي ټولنې مشر ډاکټر محمدیوسف طیب په همدې حال کې د کورونا په اړه د خلکو بې پروایۍ هم اندېښمن کړی دی.

نوموړی وایي، اوس معلومیږي چې خلک د کورونا په تړاو بې پروا شوي خو ټینګار کوي چې داسې بې پروایي په یوه لوی ګواښ بدلېدلای شي.

ډاکټر طیب وایي، خلک باید په جدي توګه روغتیایي لارښوونو لکه ټولنیز واټن، د ماسک کارولو، د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له تګ ډ ډه، د غونډو او محفلونو نه جوړولو او حفظ الصحې ته باید جدي پاملرنه وکړي: «ولس باید د احتیاطي تدابیرو ترڅنګ واکسین هم واخلي او د کورونا واکسین د هېواد په ټولو روغتیایي خدمتونو کې په وړیا توګه ورکول کیږي، نو هر شخص باید د کورونا دوه ډوزه واکسین واخلي او که امکان یې و درېم ډوز دې هم واخلي.»

ورته مهال یو شمېر کابل ښاریان هم دا مني چې خلک د کورونا په تړاو بې پروایي کوي خو دا بې پروایي خطرناکه بولي.

د کابل ښار اوسېدونکی احمدشاه وایي، دی له دې وېره لري چې د خلکو بې پروایي په هېواد کې د کورونا ناروغۍ بلې څپې ته زمینه مساعده نه کړي: «خلکو کورونا له یاده ایستلې او هېڅ ډول روغتیایي لارښوونې په پام کې نه نیسي او د پخوا په څېر خلک بیا ګڼه ګوڼه او محفلونه جوړوي.»

روغتیايي مسوولین او ډاکټران په داسې حال کې د کورونا ناروغۍ د جدي ګڼلو سپارښتنې کوي چې په افغانستان کې تر اوسه شاوخوا ۱۷۴ زره تنه په کورونا اخته شوي او له ۷ زره ډېر کسان بیا د دغه ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA