ads

په هېواد کې پر کورونا د ۵۵ نورو کسانو اخته کېدل

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷۷ زره او ۷۳ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
11 کب 1400
په هېواد کې پر کورونا د ۵۵ نورو کسانو اخته کېدل

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په یاده موده کې له دې وبا څخه شپږ تنه مړه شوي او ۴۰۷تنه روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۶۱۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۵۶ زره او ۸۶۳ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA