ads

ننګرهار کې ځوانانو لاریون کړی

 د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې ګڼ شمېر ځوانانو د《الله اکبر》په ویلو سره درې رنګه بیرغ د ښار په څلور لارو کې پورته کړ.

شمس الرحمن شمس
27 زمری 1400
ننګرهار کې ځوانانو لاریون کړی

دغه ځوانان وایي، سبا پنجشنبه د اسد ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۲ یمه کلیزه ده او د همدې درې رنګه بیرغ تر سیوري لاندې به یې ولمانځي.

دوی وایي، هېڅوک حق نه لري چې د دوی مخنیوی وکړي.

دا ډله ځوانان داسې مهال ملي بیرغونه د ښار په واټونو کې ځړوي، چې تېره ورځ  طالبانو د ښار له منځه ملي بیرغونه راښکته کړل او په ځینو ځایونو کې یې د طالبانو بیرغونه وځړول.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د درېیمې ورځې په تېرېدو ډېرى افغانان د ملي ارزښتونو او شتمنيو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

بلور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې ورځ خبریالانو ته ویلي چې دوی د هېواد ټولو ملي ارزښتونو خوندیتوب ته ژمن دي او په دې تړاو به راتلونکې پرېکړه کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA