ads

جګړو بیا شدت موندلی، ولې؟

تبصره ۷ جون ۲۰۲۱

کلید
17 غبرګولی 1400
جګړو بیا شدت موندلی، ولې؟

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمال، جنوب، لوېديځ او ختیځ په ځینو ولایتونو لکه ارزګان، دایکندي، غور، بلخ، فاریاب، لغمان، هلمند، زابل، پکتیا، نورستان او بادغیس کې د افغان دولت د مخالفانو له خوا بریدونو زور اخیستی او حتا ځینې پوستې او ولسوالۍ هم د ښکېلو غاړو ترمنځ لاس په لاس شوې دي. سربېره پر دې ویل کېږي چې د دغو نښتو په ترڅ کې لسګونه ملکیانو او پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او ډېری عامه تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

د منتقدینو په باور د جګړې له اوسني شدت څخه څرګندېږي چې له یوې خوا ښکېل لوري د سولې او مذاکراتو له‌پاره رښتینې او واقعې اراه نه‌لري او له بل لوري نړیوالو چې کومې هڅې روانې کړې دي، د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې واقعي نه‌برېښي، که نه نو هېڅ توجیه نه‌لري چې جګړه دې دوام وکړي او له افغانانو دې قرباني واخلي.

بل لور ته په پوځي اړخ کې پوښتنه بیا دا ده چې د امنیتي ادارو رهبري د جګړې د مدیریت کولو او له وسله‌والو مخالفانو سره د مقابلې له‌پاره ولې منظمې برنامې او پروګرامونه نه‌لري او ولې د همیش له‌پاره له هغه وروسته اقدام کېږي چې د حکومت وسله‌والو مخالفانو د ګواښ سطحه لوړه شوې وې؟ آیا همدا ټکی خو به د ناامنۍ د زیاتېدو یو عمده علت نه‌وي او که څنګه ؟

 د دې ترڅنګ د پوځي او ملکي مرګ ژوبلې زیاتېدل هم له نور له زغم وتلي دي او د مخنیوي له‌پاره یې هېڅ تدابیر نشته. ایا امکان نه لري چې د دغې مرګ ژوبلې د مخنیوي له‌پاره د جګړې ښکېلې غاړې د نړیوالو کنوانسیونونو او پروتوکولونو په رڼا کې د مخنیوي پر لارو چارو فکر وکړي او که څنګه؟

په عمومي کچه دغې بې‌‌غورۍ او د جګړې زیاتوالي، دا پوښتنه زېږولې چې ایا د سولې هڅې او کوښښونه خو به چورلټ له ناکامۍ سره نه‌وي مخ شوي؟ ایا د جګړې په ښکېلو غاړو کې خو به د سولې په نسبت جګړې ته تمایل نه‌وي زیات شوی او که بالاخره روانه جګړه نور اړخونه لري؟

 دا وروستۍ پوښتنه ځکه لږ مطرح او جوته ده چې ځینې منتقدین د روانو جنګونو عمده علت د طالبانو له لوري د امتیازطلبۍ هڅه بولي او استدلال کوي چې له دې لارې په دې هڅه کې دي چې د مذاکراتو پر میز د ویلو له‌پاره څه ولري او یا لږ تر لږه فشار راوړي چې د دوی د غوښتنو پر وړاندې تمکین وشي.

په ورته وخت کې دغو جګړو په داسې شرایطو کې شدت موندلی چې له یوې خوا د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپل تازه او دوره یی سفر راوتی او له بلې خوا د امریکا په مشرۍ د سولې هڅو تر اوسه پورې هېڅ رنګ نه‌دی راوړی.

په ټوله کې د امریکا له لوري د سولې ظاهري هڅو او د جګړې ګرمو میدانونو دا پوښتنه زېږولې چې د خلیلزاد سفرونو د افغانستان له‌پاره د جګړې له تداوم او زیاتوالي پرته څه پایله لرلې ده؟ او ولې د دغه امریکايي دپلومات د هڅو باوجود د افغانستان قضیې نړیوال او سیمه‌ییز لوبغاړي او د جګړې ښکېلې غاړې د جګړې پر دوام  ټینګار لري او سولې ته یې شا کړې ده؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA