د ټولو ملکي تلفاتو او ناامنیو ترڅنګ تېره شپه یو ځل بیا کابل ښار او یو شمېر نور ولایتونه په تیاره کې ډوب شول، ځکه وویل شول چې په قرهباغ کې د برق پایه ویشتل شوې ده.
سربېره پر دې، د ننګرهار په شمول همدا نن هم په څو ولایتونو کې موږ د نښتو او انفجاري او نورو بریدونو شاهدان وو. دا د حکومت مخالفانو د بریدونو هغه ډول دی چې په معمول ډول تر بل هر بل چا پکې د سر او مال ډېر زیان ملکي وګړو ته وراوړي.
په دې رابطه د افغانستان بشري حقونو تر ټولو تازه راپور ښيي چې د حکومت وسله والو مخالفانو د تېرې یوې میاشتې په بریدونو، چاودنو او نورو حملو کې ۲۸۰تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دغه راپور په حواله، د دغو تلفاتو ۱۰۹تنه یې د افغانستان بېدفاع او بېوزله ماشومان جوړوي. همداراز په دغه موده کې ۶۲۴تنه عام افغانان ټپیان شوي هم دي.
په هرحال دغه بریدونه او ترڅنګ یې د عام ولس بېباکانه وژل په داسې حال کې دوام مومي چې هېڅ لوری د دغسې مرګونو او هم بریدونو مسوولیت نهمني او دا پوښتنې بېځوابه پاتې کېږي چې دغه بریدونه څوک کوي او یا د کومې ډلې کار دی او له افغانانو څه غواړي؟
له دې سره جوخت بله پوښتنه د افغانستان امنیتي او کشفي ادارو ته متوجه ده چې دوی ولې د دغسې حملو او بریدونو مخنیوی نهشي کولای؟ بالاخره ستونزه چېرته ده؟ ایا امنیتي ادارې د دغسې پېښو په کشف او مخنیوي نهتوانېږي؟ که د حکومت وسلهوال مخالفان له ډول ډول تخنیکونو کار اخلي؟
په هرحال، که ستونزه په هر ځای کې ريښه ولري، په ټوله کې اساسي مسوولیت حکومت ته ورګرځي چې د عام ولس امنیت خوندي او د هر راز حملو او بریدونو مخنیوی وکړي.
خو بالاخره دا کار څنګه کېدلی شي؟ دا کار هغه وخت شونی دی چې له یوې خوا کشفي او استخباراتي ادارې تر پخوا لا زیاتې فعاله شي او له بل لوري د عام ولس همکاري هم راجلب او د پېښو په رابطه له ولس سره اسناد او شواهد هم شریک کړای شي.
سربېره پر دې افغان منتقدین وړاندیز کوي چې د امنیتي پېښو د مخنیوي لهپاره باید د مجازاتو او مکافاتو فرهنګ هم عام او له دې امنیتي او کشفي منسوبین خپلو دندو ته لا نور هم ځیر کړای شي. دا مسله ځکه مهمه ده چې کشفي ادارې پر وخت د ګامونو اوچتولو ته اړباسي او سمدلاسه د پېښو مخنیوي پر لارو چارو فکر کوي.
د خلکو په نظر اوس چې حالات تر پخوا ډېر ښه نهدي او د افغانستان دښمنان غواړي، دغه هیواد لا نور هم له بحران او کړکېچ سره مخ کړي، عمده اړتیا د کشفي او امنیتي ادارو پیاوړي کول دي. د خلکو په نظر په دې برخه کې بېپامي کولای شي چې هېواد له لا نورو ستونزو سره مخ کړي.
لنډه دا که چېرته امنیتي او کشفي ادارې په سم او اساسي ډول خپلې دندې ترسره کړي، د دې امکان شته چې د مخالفانو لاس ټکنی شي او په نتیجه کې یې عام ولس او ملي شتمنۍ خوندي شي.