افغان حکومت د ملي مصالحې عالي شورا پر مټ په تېر یو کال کې د سیمهییزې اجماع د راجلبولو لپاره خورا زیاتې هڅې کړې، خو پایلې یې لکه څنګه چې تمه کېده، اغېزناکې نه وې. ځکه نه یوازې دا چې د سولې پروسه ورسره چټکه نه شوه، جګړو تر پخوا لا زیات زور واخیست چې په لویه کچه ملکي وګړي پکې په نښه شول.
د تازه راپورونو له مخې، د افغان سولې په تړاو جمهور رییس محمد اشرف غني پرون مازیګر د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټلیفوني خبرې کړې او دواړه مشران پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي دي.
د سعودي له پاچا سره د غني ټلیفوني خبرې، که څه هم هیله بخښونکې نه ښکاري، خو د سیمې او نړۍ په کچه له سیاسي، دیني، فرهنګي او اقتصادي اړخه سعودي ډېر اغېزناک هېواد دی او که په رښتیني توګه وغواړي، په دې پروسه کې غوره رول لوبولی شي. داسې یو څه د دغه هېواد د لېوالتیا پر بنسټ له امکانه لرې نه ښکاري. د سعودي پاچا په دغو ټلیفوني خبرو کې ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې غواړي په لویه کچه په دې اړه بحث او مرسته وکړي.
دا چې عربستان پر پاکستان او ورسره پر طالبانو خپل اغېز لري، افغان دولت تمه لري چې له خپل دغه اغېز څخه کار واخلي او د جنګ په درولو او د سولې مذاکراتو په پرمخ بېولو کې ترې ګټه پورته کړي.
وبه لیدل شي چې دغه هېواد له خپل اغېز نه په استفادې طالبان سولې ته هڅولی شي او که نه؟
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ‘غیر شرعي او ناروا’ بللې ده.
په هغه اعلامیه کې چې د یاد وزارت له خوا خپره شوې، راغلي چې د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان یو شمېر عالمانو په افغانستان کې د سولې په تړاو په مجازي کنفرانس کې په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی او ‘د طالبانو په لاس د افغانانو وژنه’ غندلې ده.
د افغانانو هیله دا ده چې افغان حکومت په افغانستان کې د حالاتو د سمون او د ثبات د ټینګښت لپاره خپلې ټولې سیمهییزې او نړیوالې هڅې داسې تنظیم کړي چې بې پایلې نه وي او د افغانستان ګټې پکې نغښتې وي. همدارنګه هر هېواد په رښتیني توګه له افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې مرسته وکړي.
دا موضوع ځکه مهمه بلل کېږي چې تراوسه ګڼو هېوادونو د مرستې ټټر وهلی، خو د افغانستان په وضعیت کې هغه مثبت بدلون چې تمه یې کېده، نه دی راغلی.