ads

د افغان سولې په اړه ناڅرګند دريځونه

د یو شمېر بهرنیو چارواکو او ډيپلوماټانو څرګندونې اندېښموونکې او پوښتنې زېږوونکې ښکاري او په څرګند ډول د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه د نړیوالې ټولنې او په تېره د امریکا متحده ایالاتو بې تفاوتي نندارې ته وړاندې کوي چې پایلې به يې په پوره ډول د ناامنيو پراخېدل او د ملکي تلفاتو ډېرېدل وي چې بې له شکه ناوړه پایلې به يې په اوږده موده کې نه يوازې په افغانستان کې بلکې د سیمې او نړۍ په کچه زیان اړوونکی وي.

کلید
30 غویی 1400
د افغان سولې په اړه ناڅرګند دريځونه
د افغانستان په سوله کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره سه شنبې د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې ته په خپله وینا کې د اسلام اباد رول مهم وباله او ويې ویل چې پاکستاني چارواکو یو سند لاسلیک کړی چې امارت باید بیا رانه شي او افغانستان کې سیاسي واک باید له پوځي لارې و نه لېږدول شي.
خلیلزاد دا څرګندونې د کانګریس د يو شمېر اندېښنو په ځواب کې وکړې او زیاته يې کړه، دا اندېښنه بې ځایه ده چې طالبان به بیا کابل ونیسي.
تر خلیلزاد یوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د پاکستان قومي اسمبلۍ ته په خبرو کې وویل چې یو شمېر افغان چارواکي پر پاکستان کلک انتقادونه کوي، خو دوی نه پوهېږي چې څه غواړي؟
په دې وروستیو کې د جمهور رییس د ملي امنیت مشاور په ننګرهار کې یوې غونډې ته ویلي وو چې پاکستان پر خپلو ژمنو ولاړ نه دی او د افغان دولت د مخالفانو ملاتړ کوي.
د ښاغلي خلیلزاد په خبرو کې د اندېښنې وړ او پوښتنه زېږوونکې خبره داده چې امریکا پاکستان ته د افغانستان په مساله کې په کوم دريځ قایله ده؟ که چېرته امریکا او نړۍ مني چې د افغانستان د شخړې شاته د پاکستان لاس دی، ولې د هغه پر وړاندې جدي او اساسي اقدام نه کوي او د فشار واردولو له لارې یې دې ته نه اړباسي چې د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې مرسته وکړي. د امریکا دا ډول چلند د افغانانو لپاره خواشینوونکی دی او دا انګېري چې دغه ډول سیاستونه هم پاکستان او هم نور هېوادونه د افغانستان لپاره بلا ګرځوي او روانه کشاله يې لا نوره پسې غځېږي. د سیاسي شنونکو په باور، که چېرته امریکا واقعا داسې یو سند له پاکستان څخه اخیستی وي، دا په ښکاره ډول د یو هېواد په چارو کې د بل هېواد د لاس وهنې ثبوت په لاس ورکوي او نړۍ کولای شي چې تر هغه وړاندې جدي غبرګون څرګند کړي او دا ومني چې د افغانستان کشاله کورنۍ نه بلکې سیمه ييز اړخونه لري چې نړۍوالو یو ستر مسوولیت مخه ته ږدي او د حل غوښتنه يې کوي.
افغانان وايي، اوس چې امریکا له پاکستان څخه لاسلیک شوی سند اخیستی او د هغه له مخې پاکستان د افغانستان سولې ته ژمن شوی، ولې بیا هم جنګ او تاوتریخوالی شته او ولې د سولې لپاره هڅه نه کېږي او پاکستان خپله دا ژمنه په ثبوت نه رسوي؟
افغانستان په داسې حال کې د اور په لمبو کې راګیر دی چې په نړیواله کچه د افغان سولې هڅې کېږي، خو کله هم چې په دې هڅو کې د پرمختګ هيله تر سترګو کېږي، یو خنډ يې پر وړاندې سر راهسکوي. دا حالت د افغانانو لپاره نه زغمونکی دی او دا تمه لري چې نړیواله ټولنه د خپلو مسوولیتونو په رڼا کې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې قوي رول ترسره کړي او د هغو سیاسي چلندونو مخه ونیسي چې د افغانستان راتلونکی ناڅرګند او تاوتریخجن ښکاره کوي. د دې لپاره چې د افغانستان د سولې بحث نهایي شي او د جګړو او تاوتریخوالي او ملکي تلفاتو مخه ونیول شي، هغه سیاسي چلندونه نور باید خپل نه شی چې د افغانستان او د افغان حکومت قناعت په کې ترلاسه شوی نه وي.
افغانان چې د سولې په تمه دي او په دې باور دي چې له نړیوال فشار پرته د دغه هېواد د سولې برخلیک کومې ټاکلې پایلې ته نه رسېږي، د روانې کشالې په حل کې په نړیواله کچه د همغږيتوب او د ښکېلو لوریو او هېوادونو ترمنځ د باور فضا د جوړېدلو هیله لري او غواړي چې د افغانستان لپاره روانې هڅې رښتنې نتیجه ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA