سربېره پر دې دا هم لا نهده معلومه چې دغه شورا د کومې اړتیا له مخې جوړېږي او ولې تر اوسه ورته د چا پام نهو اوښتی او اوس څه پېښ شول چې په لوړه کچه د دغسې یوې لویې شورا اړتیا احساس شوه.
په هرحال دا چې د دغې شورا اړتیا څه وه او تر کومې کچې به اغېزناکه وي، هغه موضوع ده چې وروسته به ثابته شي، خو وار له مخه د دولت په کچه د داسې تشکیلاتو رامنځ ته کول خورا ډېرې پوښتنې زېږولی شي. ایا واقعا د دولت په کچه د دغسې یوې شورا جوړېدو ته اړتیا وه او که څنګه؟
علاوه پر دې، د هر نوي تشکیل د رامنځ ته کېدو پرمهال تر ټولو مهم بحث د دندو څرنګوالی دی چې څنګه به سمون او بڼه مومي. دا موضوع ځکه د بحث وړ ده چې لا تر اوسه د دغې شورا دندې او صلاحیتونه هم نهدي تعریف شوي چې ایا مشورتي نقش به ولري او یا دا چې په لوړه کچه به تصمیمنیونه هم وکړي؟
په هممهاله توګه ویل شوي چې د دغې شورا اکثریت غړي به د ګوندونو مشران وي او د دغې شورا د رامنځ ته کېدو یو هدف دا دی چې د سیاسي ګوندونو مشران په کې سره غاړه شي او په ظاهره ګوندي اجماع پیاوړې شي، خو تر اوسه نهیوازې د دغو ګوندونو فهرست نهدی بشپړ شوی، بلکې دا پوښتنه هم رامنځ ته کوي چې دغسې تشکیلات به تر کومې کچې د ګوندونو ترمنځ د ملي اجماع سبب شي؟ ایا شونې ده چې ګوندونه سره نېږدې او بالاخره د پراخ یووالي سبب شي؟ او ایا په اوسنیو حساسو شرایطو کې چې د افغانستان هر سیاسي ګوند خپل ساز او اواز لري، د دوی ترمنځ تر کومې کچې د یووالي او نږدېوالې زمینې تر سترګو کېدلی شي؟
بل پلو ویل کېږي چې د دغې شورا بل هدف د سولې په اړوند هم د سیاسي ګوندونو ترمنځ د نېږدېوالي ایجادول دي. که څه هم دا یو ښه مورد او هڅه شمېرل کېږي، خو پوښتنه دا ده چې د دغې شورا جوړېدل به د سولې پر بهیر څه اغېزه پریباسي؟ او ایا طرحې او سلا مشورې خو به یې له مصالحې عالي شورا سره د ټکرونو سبب نهشي او که لا به د تفاهم اسباب برابر کړي؟
لنډه دا که دغسې تشکیلات، په رښتینې معنا د ښه انسجام او همغږۍ په هدف رامنځ ته کېږي، ښايي ښې پایلې او نتایج ولري او که چېرې بېضرورته رامنځ ته کېږي، بیا دغسې جوړښتونه نهیوازې دا چې بېاغېزې به وي، بلکې جنجالپاروونکي به وي، اختلافات به ډېر، بودجه به ضایع او ملي اجماع به لا نوره هم پسې کمزوري کړي؛ هغه څه چې ارو مرو به مخالفانو ته د لا زیاتې امتیازطلبۍ فرصتونه هم په لاس ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ