د افغان دولت مذاکراتي پلاوي ویاند احمد ناد نادري او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک پر خپلو ټوېټرپاڼو لیکلي چې دواړو لورو د بین الافغاني خبرو پر کړنلاره او مقدمې هوکړه کړې ده.
دواړو پلاوو د خبرو د اجنډا د عناصرو چمتو کولو لپاره هم ګډه کاري کومیټه ټاکلې ده چې چارشنبه یې خپل کار پیل کړی.
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، جمهور رییس د اصلو خبرو د پیل او د اوربند او دایمې سولې لپاره د خلکو غوښتنې ته په پام سره د مذاکراتو پر طرزالعمل د هوکړې هرکلی کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله، پخواني جمهور رییس حامد کرزي او یو شمېر نورو چارواکو هم د افغان سولې په برخه کې دا پرمختګ د پام وړ یاد کړی او تمه یې ښودلې چې راتلونکو خبرو کې پر اوربند هم بحث وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ