ads

په ننګرهار کې د زیتونو سږني حاصلات ۵۰۰ ټنه اټکل شوي

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، سږکال به د زیتونو کابو پنځه سوه ټنه حاصل تر لاسه کړي.   د ننګرهار وادي شرکت مطبوعاتي مسوول سید همایون غریبمل وایي، دوی تمه لري چې سږ کال به د دې ولایت د زیتونو له باغونو څخه «۵۰۰» ټنه حاصلات ترلاسه کړي.

جان اغا صالح
25 لړم 1399
دغریبمل په وینا، دوی د سږنیو زیتونو له لس ټنو څخه اچار او ۴۹۰ ټنو څخه به يې له پروسس وروسته تېل تولید کړي.
«سږکال به د زیتونو حاصلات د تیر کال په پرتله څو برابره زیات وي، لامل یې د زیتونو د باغونو ښه پالنه او دې برخې د حکومت ښه پاملرنه ده.»
 غریبمل وایي، د ننګرهار کانال په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې، چې يو مهال د زيتونو بوټو شتون درلود اوسمهال يواځې ۱۷۲۰هکتاره ځمکه کې له ونو څخه زيتون ترلاسه کيږي.
هغه وایي په پلان کې لري چې ننګرهار کې په ۸۷ هکتاره ځمکه کې تازه د زيتونو نوي بوټي کينوي.
«د ننګرهار په یوازې ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو بوټي کرل شوي و، خو مونږ په پلان کې لرو چې په ۸۷ هکتاره ځمکه باندې نور زیتونو کینوو.»
په همدې حال کې د زیتونو په باغونو کې په کار بوخت بڼوال د زیتونو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي، خو شکایت کوي چې ډیر کله د ځایي خلکو او مسولو ادارو دنه پاملرنې له امله د زیتونو ونې تخریبیږي.
«ډېر کله دلته د خلکو له لوري دزیتونو ونې پرې کیږي او خلک ورته پام نه کوي، چې له امله یې مونږ بیا له ستونزو سره مخ کیږو او ونې هم تخربیږي.»
دکانال ریاست مسولین وایي، کلونه وړاندې یې په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه زیتون کرلي وو، چې د جګړو پر مهال یې ۱۰۸۰ هکتاره له منځه تللي او اوسمهال یې ۱۰۷۰۰ هکتاره ځمکه زیتون پاتې دي چې د تخریب دمخنیوي لپآره ېې پر لارو چارو غور کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA