ads

عبدالله: که تاوتریخوالی کم شي، د دوحې خبرې پرمختګ کوي

د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ ته په وینا کې وویل، د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې د افغان سولې په پیل شوو خبرو کې هغه مهال پرمختګ راتلای شي چې تاوتریخوالی په لوړه کچه کم شي.

محمدخان بریال
8 تله 1399
عبدالله: که تاوتریخوالی کم شي، د دوحې خبرې پرمختګ کوي
هغه زیاته کړه، سوله اسلامي او ایماني مسولیت او د افغان سولې لپاره اوسنی فرصت تاریخي چانس دی چې په وینا یې، باید له لاسه ورنه کړل شي.
نوموړي د افغان سولې په اوسني بهیر کې د پاکستان ونډه او مسولیت هم مهم وباله.
بلخوا، دې ناستې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، د افغان سولې لپاره اوس د سیمې او نړۍ په کچه ملاتړ شتون لري.
قریشي زیاتوي چې له سیمه ییز ملاتړ پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده او دا یو تاریخي فرصت دی چې باید پوره ګټه ترې واخیستل شي.
د هغه په خبره، که په سیمه کې پرمختګ یا پانګونه جلبول او له پاکستان څخه په درناوي د کډوالو ستانول غواړو، نو باید په افغانستان کې سوله راشي.
دواړه لوري پر داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي چې لاهم د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ په رسمي ډول مذاکرات نه دي پیل شوي.
ټاکل شوې چې پر کړنلارې تر سلاح کېدو وروسته رسما بین لافغاني خبرې پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA