د رسنیو د راپورونو له مخې، قریشي په دې لیدنه کې افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان بشپړ ملاتړ کوي.
سرچینه وایي، ښاغلي قریشي همداراز هیله څرګنده کړې چې پاکستان ته د ښاغلي عبدالله او ورسره پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ تازه پړاو پرانیزي.
هغه له ښاغلي عبدالله د هرکلي په ترڅ کې هیله وښوده چې دا سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړې کولو او د افغانستان د سولې بهیر په تړاو ګډ درک رامنځته کړي.
ټاکل شوې ښاغلی عبدالله د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان، د دغه هېواد له ولسمشر، عارف علوي او نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې بهیر په تړاو خبرې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ