ads

اسلام اباد کې دوو مياشتو لپاره پر هر ډول اعتراضونو او لاريونونو بنديز ولګېد

د پاکستان واکمن حکومت او تحريک انصاف ګوند ترمنځ د سياسي کړکېچ په ډېرېدو سره حکومت د عمران خان د ګوند سلګونه پلويان نيولي دي.

نویسنده: The Killid Group
8 لړم 1395
اسلام اباد کې دوو مياشتو لپاره پر هر ډول اعتراضونو او لاريونونو بنديز ولګېد

د پاکستان واکمن حکومت او تحريک انصاف ګوند ترمنځ د سياسي کړکېچ په ډېرېدو سره حکومت د عمران خان د ګوند سلګونه پلويان نيولي دي.
په ورته وخت کې حکومت په راولپنډۍ او اسلام اباد کې د دوو مياشتو له پاره پر هر ډول اعتراضونو او لاريونونو بنديز لګولى دى.
بل خوا د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د خپلو پلويانو پر نيولو سخته خواشيني ښودلې او ټينګار يې کړى، چې د راتلونكې چهار شنبې په ورځ به په اسلام اباد کې ميليوني اعتراضيه ناسته ترسره کړي.
عمران خان له نواز شريف څخه غوښتي، چې استعفا دې ورکړي او يا هم د پاناما افشا شوي ليک په اړه دې شفافې څېړنې ترسره شي.
په پاناما ليک کې د نواز شريف پر زامنو د درغلۍ تور پورې شوى، خو نواز شريف دا تور رد کړى دى.
پرون هم په اسلام اباد کې د تحريک انصاف ګوند يو شمېر پلويان د نوومبر د دويمې نېټې غونډې ته د چمتووالي په هدف راغونډ شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA