نوموړي پرون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د افغانانو لپاره دا یوه بېسارې شېبه ده، د سولې په برخه کې نړیوال ملاتړ شتون لري او افغانان باید له دغه رامنځته شوي تاریخي فرصته ګټه پورته کړي.
د ده په وینا، امنیت شورا په افغانستان کې د هغې سیاسي حل لارې ملاتړ کوي چې ټول افغانان پکې شامل وي او پر یوې حل لارې هوکړې ته ورسېږي.
خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تېرې شنبې پر ورځ په لومړي ځل د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډه ترسره شوه.
تر هغه وروسته د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې پر خبرو بوخت دي او د کړنلارې پر ډېری مواردو سلا شوي دي.
په پام کې ده چې پر کړنلارې تر هوکړې وروسته به د دواړو لورو تر منځ په رسمي ډول مخامخ خبرې پیل شي.