ads

په بریټانیا کې لسګونه افغانان نیول شوي

د بریتانیا پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو په شمول د پناه غوښتونکو نیول پیل کړي او غواړي روانډا ته یې ولېږي.

شېرشاه عزیزي
18 غویی 1403
په بریټانیا کې لسګونه افغانان نیول شوي

برتانوي رسنیو لیکلي چې لسګونه پناه غوښتونکي تر دې دمه نیول شوي او توقیف‌ځایونو ته انتقال شوي.
ګارډین ورځپانې خبر ورکړی چې پولیسو په ګلاسګو، لیورپول، برمنګهم او بریسټول ښارونو کې د پناه غوښتونکو په استوګنځایونو چاپې وهلي او هغوی یې نیولي دي.
راپورونه وایي چې افغانان، سوریایان او سوډانیان هغه خلک دي چې تر ډېره روانډا ته د لېږلو له خطر سره مخ دي.
د یادونې ده چې د بریتانیا پارلمان د اپرېل په ۲۲مه د روانډا ته د پنا غوښتونو د استولو لایحه تصویب کړه چې ورسره حکومت هم روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د استولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA