دغه بریدونه وروسته له هغه زور اخلي چې د اسراییلو کابینې پر رفح ښار د پوځي عملیاتو اجازه ورکړه.
تر دغو بریدونو وړاندې حماس غورځنګ ویلي وو چې د غزې په جګړه کې د اوربند لپاره یې د مصر او قطر لهخوا وړاندیز شوې طرحه منلې ده.
حماس د دوشنبې په ورځ په خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د قطر له صدراعظم او د مصر د امنیت له مشر سره په ټلیفوني خبرو کې د دغه پلان د منلو خبره کړې وه.
اسراییلي چارواکو په رفح ښار تر بریدونو مخکې هم ویلي وو چې حماس د مصر لهخوا د اوربند د وړاندیز تعدیل شوې طرحه منلې چې دوی ته د منلو نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر فلسطینیان د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې په فلسطین کې څه باندې ۳۴ زره کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.