ads

په میدان وردک ولایت کې موټر بم برید تر چاودنې وړاندې له منځه یوړل شو

د میدان وردک ولایت سیمه‌ییز چارواکي مني چې د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوسته موټر بم برید تر چاودنې وړاندې له منځه وړل شوی.

محمدخان بریال
19 چنګاښ 1399
په میدان وردک ولایت کې موټر بم برید تر چاودنې وړاندې له منځه یوړل شو

د یاد ولایت د والي ویاند محب الله شریف زوی کلید ته وویل، پېښه نن سهار څلور بجې رامنځته شوې ده.
د ده په وینا، افغان ځواکونه پر دې توانېدلي چې تر برید وړاندې هغه په نښه کړي او له منځه یې یوسي.
دی زیاتوي، په یاده پېښه کې کوم چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د سیمې اوسېدونکو ته یې پراخه مالي زیانونه اړولي دي.
تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ پر ودانۍ هم موټر بم برید ترسره شوی و، چې ۱۷ تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA