ads

د خوست اوسېدونکي په یو بل هنر له انټرنېټه ګټه اخلي

د خوست ولایت د لیرې پراتو ولسوالیو اوسیدونکي د مخابراتي شبکو له خدمتونو راضي نه دي او وایي، په دې برخه کې ډېر وروسته پاتې دي.
د دوی په وینا، په دې او دې ته ورته نورو سیمو کې خلک د اړیکو نیولو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

بختاجان بختیار
25 وږی 1399
د خوست اوسېدونکي په یو بل هنر له انټرنېټه ګټه اخلي

خو د خوست د باک ولسوالۍ اوسېدونکي له مودې راهیسې له مخابراتي شبکو او انټرنېټه د یوې بلې لارې استفاده کوي.
دوی د خپلو کورونو د بامونو پرسر د لرګینو لکړو یا ډانګونو په واسطه انتونونه نصبوي، څو پرې سیګنال پیدا او د وای فای له لارې انټرنېټ ته لاسرسی ولري.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکی معروف شاه وایي، د انټرنیټ سره د وصل لپاره هره ورځ د بامونو پرسر لکړې یا ډانګې دروي او بیا ترې د وای فای په واسطه له خپلو بهرمېشتو مسافرو او د کورنۍ له نورو غړو سره پر ټاکلي وخت د انټرنېټ له لارې اړیکه نیسي:
«زموږ وروڼه او تره زامن بهرکې دي او په مزدورۍ پسې تللي دي، کله چې موږ غواړو له هغوی سره اړیکه ونیسو، نو د شپې اته بجې وخت مو ټاکلي وي او په هغه وخت دا سیستم برابره وو.»
معروف شاه وایي، دغې چارې یې پر زده کړو هم منفي اغیز کړی او نشي توانیدی چې له انټرنېټه په انلاین ډول معلومات واخلي او په کوم نوي څه خبر شي.
د ده په وینا، ډېر کله یې خپلوان او دوستان د دې له کبله چې شبکې سم کار نه کوي، له لېرو پراتو سیمو د ټلیفوني اړیکو پرځای په یوه عادي کار پسې هم کورته ورځي:
«کله چې له خپلوانو سره د کوم کار لپاره اړیکه نیسو، مجبور یو چې یا دوی راشي او یا موږ ورشو. په اوسنۍ انلاین نړۍ کې موږ ډېر وروسته پاتې یو.»
په ورته مهال د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ رییس محمدعارف احمدزی هم ستونزه مني، خو وایي په یاده سیمه کې څه موده وړاندې وسله والو د سلام مخابراتي شبکه په بمونو الوځولې؛ نو ځکه هلته په دې برخه کې ستونزه هم پرځای پاتې ده.
دی په ورته وخت کې دا هم وایي چې موضوع یې له مرکز سره شریکه کړې او بیرته به یاده سیمه د مخابراتي پوښښ لاندې راولي:
«د سلام مخابراتي شبکه چې وسله والو په بمونو الوځولې، یو څه ستونزه پیدا ده، خو موږ هڅه کوو، چې د ولسوالۍ په مرکز کې یو انتن ونښلوو، څو خلکو ته بیرته په یاده سیمه کې خدمات پیل کړو.»
د خوست په شمول په ډېری ولایتونو کې خلک د مخابراتي شبکو له خدمتونو راضي نه دي. د خلکو په خبره چې د مخابراتي شبکو له یوې خوا انټرنیټي او غږیزې بکسي قیمتي دي او بل لوری یې خدمات کمزوري دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA