د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي، له دې وبا څخه نهه تنه مړه شوي او ۲۰ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۳۶۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۶ زره او ۷۱۴ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.