ads

د خوست دیني عالمان: ښکېل اړخونه دې ژر بین الافغاني خبرې پیل کړي

د خوست یو شمېر دیني علما کرام له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غواړي، چې نور د جګړې د دوام لپاره د بهانې ځای نشته او ژر تر ژره دې خپل منځي خبرې پیل کړي.

بختاجان بختیار
21 زمری 1399
د خوست دیني عالمان: ښکېل اړخونه دې ژر بین الافغاني خبرې پیل کړي

د دغه ولایت یو شمېر دیني علماء وايي، نور پر افغان خاوره د جګړې د دوام لپاره پلمې نه دي پاتې او ښکېل اړخونه دې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل او اوربند دې اعلان کړل شي.
د خوست د علماوو شورا رییس شاه محمود وایي، لومړۍ دې اوربند وشي او وروسته دې خپل منځي خبرې پیل شي:
«په هر قیمت چې کېږي، نور دې خپلمنځي خبرې پیل شي. موږ نور له جګړې ستړي شوي یو، روانه جګړه د افغانانو په ګټه نه ده او دا د پردیو په ګټه روانه ده.»
یو بل ديني عالم نظیف الدین حقمل د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د بین الافغاني خبرو د پیل پرمهال دې رښتيني واوسي او خپلو کړو وعدو ته دې ژمن پاتې شي:
«زموږ غوښته داده چې دواړه خواوې دې صادقانه واوسي، څو سوله راشي چې په دې سره به مسجد، مدرسه اوښوونځی اباد وي او خلک به په ارامه فضا کې ورځني کارونه پرمخ وړي.»
یو بل تن قاري محمدعارف عرفان له نړېوالې ټولنې او ګاونډيو هېوادونو غواړي چې په افغان جګړه کې دې خپلې ګټې نه لټوي، بلکې د دغه هېواد په ارامۍ کې دې خپلې ګټې پیداکړي.
«نړیوال او ګاونډي دې پوه وي چې د افغانانو په وینه تویونه کې د دوی ګټې نشته. ځکه د جګړې دوام یوازې په دې سیمه کې نشي پاتې کېدای، بلکې تاوان یې دوی ته هم رسیږي، نو ښه ده چې د جګړې پر ځای سولې ته کار وکړي.»
د یاد ولایت یاد دیني علماء کرام داسې مهال د بین الافغاني خبرو د ژر پیل غوښتنه کوي چې لویې جرګې هم افغان حکومت ته د طالب بندیانو د خوشي کېدو مشوره ورکړه او ژر تر ژره یې د خپل منځي خبرو د پیل غوښتنه وکړه.
د جګړې ښکېلو اړخونو هم د خپلمنځي خبرو د ژر پیل کېدو ویلي، خو افغانان لا هم بې باوره دي، چې ګني هسې نه بیا یې پروړاندې خنډونه پیداشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA