د کابل امنیې قومانداني ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې یاده پېښه د سروبي ولسوالي په مربوطاتو کې رامنځته شوې.
نوموړي پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، د کابل جلال اباد پر لار د سروبي په سیمه کې یو کرولا موټر له غره سره ټکر شوی، چې له کبله یې پنځه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د ځدران په خبره، ټپي شوی کس یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړی دی.
کابل جلال اباد د هېواد له مرګونو لارو ګڼل کېږي، چې ډېری وخت پرې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ