دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۶ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۱۱۲ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۸۷ زره او ۶۱۸، په بریټانیا کې ۴۵ زره ۸۴۴، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۴۳۲، په فرانسه کې ۳۰ زره او ۲۱۲، هند کې ۳۲ زره او ۷۷۱، په ایران کې ۱۵ زره او ۹۱۲ او په پاکستان کې ۵۸۴۲ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.