ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۳۷ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه درې میلیونه، ۴۹۵ زره او ۵۳۶ تنه پر کورونا اخته شوي او تر یو لک او ۳۷ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
26 چنګاښ 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۳۷ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۳ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر بیا کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۹۹۷ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۷۵ زره او ۳۶۶، په بریټانیا کې ۴۵ زره ۱۳۸، په مکسیکو کې ۳۶ زره او ۹۰۶، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۴۱۳، په فرانسه کې ۳۰ زره او ۱۲۸، په هند کې ۲۴زره او ۳۰۹، په ایران کې ۱۳ زره او ۴۱۰ او په پاکستان کې ۵۳۸۶ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA