د دغو څېړنو پایلو په ډاګه کړې چې ماشومان د دغه ویروس پر وړاندې د یو خنډ په توګه عمل کولی شي.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې پرون په یوه راپور کې لیکلي، د جرمني په ختیځ کې د ساکسوني ایالت د زده کوونکو او ښوونکو ازمېښتونو وښوده چې ماشومان پر کورونا د اخته کېدو پر وړاندې د یوه بریک یا خنډ په شان مبارزه کولی شي.
د سرچینې په خبره، د کابو دوه زره ماشومانو د ټېسټونو پایلو وښوده چې ښوونځي د کورونا په خپرولو کې هېڅ رول نه لري.
دغه هېواد په مې میاشت کې ښوونځي بېرته پرانیستل او تراوسه لا دا بحث روان و چې ایا ماشومان خو به لویانو ته کورونا وایرس نه انتقالوي.
د یادولو وړ ده چې په ټوله نړۍ کې دا مهال کورونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی او د مثبتو پېښو شمېر یې تر ۱۳ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر نور کسان ترې وژل شوي دي.