ads

په کندهار کې هره ورځ ۳۰۰ زره لېټره شیدې تولیدېږي

په کندهار کې هره ورځ د غواوو له شاوخوا ۶۰۰ فارمونو څخه ۳۰۰ زره لېټره شیدې تولیدیږي چي له همدې کبله کندهار دا مهال د لبنیاتو له اړه پر ځان بسیا دی او شاوخوا اتو ولایتونو ته هم د کندهار شیدې وړل کېږي.

تاج محمد ساحل
25 چنګاښ 1399
په کندهار کې هره ورځ ۳۰۰ زره لېټره شیدې تولیدېږي
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، په کندهار کې شاوخوا ۶۱۸ د غواوو فارمونه شته چي هره ورځ په زیاته اندازه شیدې بازار ته وړاندې کوي.
د زراعت ریاست د مالدارۍ مدیر محمد الله نوري وايي، په کندهار کې لومړی د غواو فارم له نن څخه ۵۷ کاله مخکې جوړ شوی و، چي ورسته د وخت په تېرېدو يې شمېر ډېر شو.
د نوري په خبره، په کندهار کې دا مهال د غواوو ۶۲۸ فارمونه شته چي ډېره برخه يې د تېرو لسو کلونو راهیسي جوړ شوي دي.
د کرنې ریاست مالي مدیریت وايي، دا مهال د لبنیاتو له اړخه کندهار پر ځان بسیار شوی او له دغه ولایته هره ورځ نورو ولایتونو ته هم شیدې وړل کېږي.
انجینر محمد الله نوري څرګندوي، هره ورځ ۳۰۰ زره لېټره شیدې له فارمونو څخه تر لاسه کېږي چي په کندهار کې د دوو لویو فابریکو له خوا پروسیس کېږي او وروسته بازار ته وړاندې کېږي.
نوري وايي، پروسیس شوې شیدې له سوړساتنځای پرته تر شپږ میاشتو د ساتني کیفیت لري او ترڅنګ يې په کندهار کې د شیدو د پروسس فابریکې د لندو شیدو څخه وچې شیدې هم جوړوي.
د غواوو د فارمونو مسئولین هم له دغه مسلک او روزګار څخه خوښ دي او وايي، هڅه کوي چي د فارملرنې سیسټم نوی او عصري کړي.
په کندهار کې د یوه فارم مسول الله ګل کلید راډیو ته په مرکه کې وویل، له تېرو لسو کلونو فارم لري او له دې لارې يې خلګو ته په ښه باکیفیت لبنیات وړاندې کړي دي.
له دغوه لویو فابریکو څخه یوه هم د میلکو په نامه ده چي هره ورځ تر شل زره لېټره شیدي پروسیس کوي.
د میلکو فابریکې استازی نجیب الله مقصودي وايي، د دوي د فابریکې لخوا پروسیس شوې شیدې د کندهار ښار په شمول نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.
په کندهار کې ټول جوړ شوي فارمونه شخصي دي.
 د فارمونو مسولین  له زراعت وزارت غوښتنه کوي چي باید د فارمونو د سیسټم په نوي والي او عصريتوب کې ورسره همکاري وکړي او دوي په عصري مالدارۍ برخه کې وروزي، څو د کمیت تر څنګ کیفیت هم لوړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA