ads

په سروبي کې د سړک غاړي ماین چاودنې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، پېښه پرون سهار شاوخوان نهه بجې او ۱۵دقیقي په جګدلک سیمه کې رامنځته شوې، چې له کبله یې څلور تنه ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1399
په سروبي کې د سړک غاړي ماین چاودنې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ده په وینا، په وژل شوو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دې ادارې په وینا، په تېرو شپږو میاشتو کې په روانه جګړه کې ۱۲۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور تپیان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA