ads

امریکا له پنځو اډو خپل سرتیري ایستلي

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس په افغانستان کې له پنځو اډو امریکایي ځواکونه ایستل شوي او ځای یې افغان سرتیرو ته پرښودل شوی دی.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1399
امریکا له پنځو اډو خپل سرتیري ایستلي

که څه هم د پنټاګون په اعلامیه کې د ایستل شوو سرتیرو ځای نه دی ښودل شوی، خو ځینو امریکایي سرچینو رسنیو ته ویلي، دغه سرتیري له هلمند، پکتیکا، ارزګان او لغمان ولایتونو څخه وتلي دي.
له دې سره په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمېر ۸۶۰۰ او د ټولو بهرنیو سرتیرو شمېر ۱۲ زره ته راټیټ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د فبرورۍ پر ۲۹مه د قطر په پایتخت دوحه کې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.
د دې هوکړې پر اساس به په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي او طالبان به له افغان حکومت سره سوله کوي.
په ورته وخت کې ناټو ویلي، له دغه هېواد څخه د بهرنیو سرتېرو وتل د امنیتي حالت په ښه کېدو پورې مشروط دي.
د دغه سازمان مشر ینس سټولټنبرګ څرګنده کړې، په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی او د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل هغه وخت شوني دي چې په دغه هېواد کې جګړه ودرول شي او ښکېل لوري سوله وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA