ads

کندهار: د اردو ۶۳۶سرتېري له نظامي زده‌کړو فارغ شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې له نظامي زده کړو څخه د ۶۳۶ تنو د فارغېدو او له افغان امنیتي ځواکونو سره د یوځای کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
15 چنګاښ 1399
کندهار: د اردو ۶۳۶سرتېري له نظامي زده‌کړو فارغ شول
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان برید جنرال میر اسد الله کوهستاني پرون د دغو سرتیرو په فراغت‌غونډه کې وویل، کوم سرتیري چې له نظامي زده کړو فارغ شوي، تر دې وروسته به د افغان ځواکونو په لیکو کې ځای پر ځای او خپلو دندو ته به دوام ورکړي.
د سرچیني په وینا، فارغو شوو سرتیرو ژمنه وکړه چې د هېواد له دښمنانو سره د مبارزې په برخه کې به خپلې ټولې هڅې ونه سپموي او تر وروستۍ سلګۍ به دندې ته دوام ورکړي.
د ملي اردو دغه سرتیري تر نظامي زده کړو وروسته پر داسې مهال د افغان ځواکونو په لیکو کې ځای پر ځای کېږي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو له خوا تاوتریخوالی ډېر شوی او د دوی په بریدونو کې د افغان سرتیرو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA