ads

په نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر له لس نیم میلیونه واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه تر دوه نیم میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۱۲۸ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
12 چنګاښ 1399
په نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر له لس نیم میلیونه واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له لس نیم میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۷۸۸ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۶۰ زره او ۶۳۲، په بریټانیا کې ۴۳ زره ۹۹۱، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۳۶۴، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۸۶۴، په هندوستان کې ۱۷ زره او ۴۰۰، په ایران کې ۱۰ زره او ۹۵۸ او په پاکستان کې ۴۳۹۵ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA