د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار اووه بجې او ۴۰ دقیقې وسلهوالو مخالفینو د قمبر په څلور لاره کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې تر کشف وروسته د ګډو ځواکونو له خوا شنډ شو.
د هغه په وینا، دویم ماین د پنځمې حوزې په فاضل بېک سیمه کې د ترهګرو له لوري ځای پر ځای شو و، چې تر پېژندنې وروسته له منځه وړل شوی دی.
امیتي چارواکي پر داسې مهال د یادو ماین چاودنو د مخنیوي خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په ګڼو نورو سیمو کې د سړک غاړې ماین چاودنې رامنځته کېږي او د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوړي.
امنیتي بنسټونه که څه هم دا د وسله والو مخالفینو کار بولي، خو تر اوسه کومې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.