دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له اووه میلیونه اوښتی او ۴۰۲ زره تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۳ زره او ۸۹۹ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په بریټانیا کې ۴۰ زره ۶۲۵، په هسپانیا کې ۲۷ زره ۱۳۶، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۱۵۸، په بلجیم کې ۹۵۹۵، په جرمني کې ۸۶۸۵، په ایران کې ۸۲۸۱ او په پاکستان کې ۲۰۰۲ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.