ملي لوبغاړي په پنځه او شپږه کسیزو ډلو کې تمرینونه ترسره کوي.
د کرکټ بورډ مسولین وایي، د تمرین وختونه یې هم بېل کړي او یادې ډلې په څلورو وختونو کې د تمرین لپاره لوبغالي ته ځي.
ټاکل شوي دغه تمرین د یوې میاشتې لپاره د کورنیو او بهرنیو روزونکو تر نظر لاندې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د کورونا ویروس له کبله د کرکټ هر ډول لوبې درول شوې دي.