د شاهین په وینا، ازادو شوو کسانو ته جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت نېږدې ۵۰۰ بندیان، خو حکومت بیا د دې ډلې تر دوه زره او ۶۰۰ سوه ډېر بندیان ازاد کړي دي.
حکومت له طالبانو غواړي چې د بندیانو د تبادلې په بهیر کې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ته دوام ورکړي، څو د دواړو لورو تر منځ د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
د دغه سازمان مشر انتونیوګوترش د ملګرو ملتونو د مشورتي بورډ په غونډه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره مرسته کوي.