په ښار کې په ګرځیدو به ډېری داسې ماشومان ووینئ، چې یا سوال کوي او یا په تنکیو ماشومانه لاسونو سره شاقه کارونه سرته رسوي.
عبدالخالق او سرداروالي دوه هغه ماشومان دي، چې د موټرو په سرای کې درانده کارونه کوي. دوی وایي:
«ښوونځی رانه د ناچارۍ له امله پاتې دی او دلته په یوه اونۍ کې ۱۵۰ افغانۍ راکوي، چې ګوزاره ورباندې ګرانه ده.»
په ورته وخت کې مو داسې ماشومان هم پیداکړل چې نیمه ورځ همدلته درانده کارونه کوي او پاتې نیمه ورځ، چې ښوونځي خلاص وو، نو درسونه به یې ویل.
احمدالله او سیلاب دوه هغه ماشومان دي چې څلورکاله کیږي همدا شاقه کارونه سرته رسوي، او موخه یې داده چې له ښوونځي ترفراغت وروسته به یې تیار کسب زده او په کار موندنه پسې به لالهانده نه وي.
د خوست د کار او ټولنیزو چارو ریس احسان ځدران وایي چې د خوست دمرکز په دریو اداري واحدونو او همدا یوه والسوالي ۲۰۸۲ ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.
د ځدراڼ په وینا چې په پاتې دوولسو ولسوالیوکې لا سروې نه ده ترسره شوي، په خبره یې که پدې ولسوالیو کې سروې وشي، ښيي زرګونه نور داسې ماشومان هم پيدا شي په شاقه کارونو بوخت وي.
د جون لومړۍ نېټه چې دماشومانو د خوندیتوب د ورځې په نوم نومول شوې، د یونیسف له لوري هم په افغانستان کې دماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودل شوې.
په دې هېواد کې د یونیسف مسولین وایي، چې د کرونا ویروس او یو شمیر نورو عواملو له کبله دا مهال ۹،۵ میلیونه ماشومان له زده کړو لېرې پاتې دي.
په ورته مهال د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چې اوس مهال پدې هېواد کې ۲ میلیونه ماشومان په کار بوخت دي، چې له جملې یې ۱،۲ میلیونه شاقه کارونه ترسره کوي.