ads

جګړه کې د ملکي وګړو په وژل کېدو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنه

  د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون خبر ورکوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې را په دېخوا ۲۰۲ملکي وګړو او دولتي مامورینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فیبرورۍ پر ۲۹ د قطر پایتخت پلازمینه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ یوه هوکړه لیک لاسلیک شو، چې د […]

نویسنده: shams
26 وری 1399
جګړه کې د ملکي وګړو په وژل کېدو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنه

 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون خبر ورکوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې را په دېخوا ۲۰۲ملکي وګړو او دولتي مامورینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فیبرورۍ پر ۲۹ د قطر پایتخت پلازمینه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ یوه هوکړه لیک لاسلیک شو، چې د هوکړه لیک له مخې په افغانستان کې تاوتریخوالی کمېږي، پنځه طالب بندیان او ۱۰۰ افغان سرتیري له زندانونو ازادیږي او بین الافغاني خبرې به پیلیږي.

خو  د افغانستان د بشي حقونو کمېسیون ویلي چې د دوی څېړنې ښایي د تړون له لاسلیک کېدو وروسته  یو شمېر ملکي وګړي، دولتي مامورین، قومي مشران، دیني عالمان، مېرمنو  او ماشومانو ته په جګړه کې مرګه ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو کمېسون وایي، له ۲۰۲کسانو څخه ۸۳تنه وژل شوي او ۱۱۹تنه یې ټپیان شوي دي چې وژل وژل شویو کې اته مېرمنې او اته ماشومان شامل دي او همدارنګه په ټپیان کې ۱۵ښځې او ۱۶ماشومان شامل دي.

دا کمېسون همدارنګه زیاتوي چې په دغه موده کې ۳۵تنه ملکي وګړي برمته شوي چې لاهم د هغوی برخلیک نامعلومه دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یادو پېښو ۵۰ سلنه عامل طالبان او پاتې نورو عامل داعش او ناڅرګند افراد بللي دي.

دوی د ملکي خلکو وژل او برمته کول جنګي جنایت بللی او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه یې غوښتي چې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدمات وکړي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA