داسې ښکاري چې په هېواد کې دې د سیاسي اختلافاتو لمن ډېر ژر ټوله شي. که څه هم په دې رابطه د شویو پرمختګونو په اړه د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله د اړوندو ټیمونو له لوري په رسمي توګه څرګندونې نهدي شوي، خو لږ تر لږ له پرون راهیسې چې کوم خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، دغه هیلهمندي تقویه کولای شي.
دغه خبرونه، د غني او عبدالله ترمنځ د هغې احتمالي او ممکنه هوکړې په اړه څرګندويي کوي چې پر بنسټ به یې عبدالله عبدالله د مصالحي عالي شورا مشر وي. دا توافق په ټوله کې په درېیو لویو برخو؛ یعنې سولې، حکومتولۍ او بالاخره انتخاباتي اصلاحاتو راڅرخي او ویل کېږي چې دغه څو فکتورونه د موجود بحران د پای ته رسولو یا حل تر ټولو مهم او اساسي موارد دي.
د دغه توافق له مخې که چېرې واقعاً ډاکټر عبدالله عبدالله پرې هوکړه وکړي او د تېر په څېر د صدراعظمۍ چوکۍ غوښتنه ونهلري، نوموړی به د سولې د ټولو چارو مشري وکړي او غني به د دغې شورا د رهبرۍ غړي وي. دغه راز د دغه توافق له مخې به د مصالحي شورا دفتر هم د سپیدار اوسنۍ ماڼۍ وي.
پر دې سربېره په دغه احتمالي هوکړه کې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنۍ ټیم معاونینو ته هم امتیازات په نظر کې نیول شوي او د دغې شورا د ځانګړو استازو په توګه به کار کوي. همداراز د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د مصالحې عالي شورا د دارالانشاء او سکرتریت دنده مخته وړي او د شورا د رئیس امر به مني او د مصالحې شورا مقررۍ به هم د عبدالله لخوا کېږي.
په حکومت کې د عبدالله عبدالله د ونډې زیاتېدل، په امنیت شورا کې د ثبات او همپالڼې ټیم غړیتوب، د جمهور رئیس د معاونینو هومره واک، یا په ټوله کې تقریباً په حکومت کې پنځوس سلنه چوکیو وېش د دغې هوکړې نور ضمني توکي دي چې ښايي د ډاکټر عبدالله عبدالله لوري ومنل شي او شتو سیاسي اختلافاتو ته د پای ټکی کېښودل شي؛ هغه اختلافات چې دا اوږده موده یې ولس د حل لهپاره شیبې شمېرلې او حتا افغانستان یې د بحران او په نړیواله کچه د انزوا تر پولې پورې رسولی و.
لکه څنګه چې دمخه وویل شول تر اوسه د دواړو ټیمونو رسمي سرچینو دا ټکي نهدي تایید کړي، خو له قرایینو جوتېږي چې په دې برخه کې ډېر او د پام پرمختګ شوی وي. حتا ویل کېږي چې تېره شپه هم ځینو سیاسي مشرانو له دواړو لوریو سره کتلي او د عبدالله په شمول د ثبات او همپالنې ټیم یو شمېر نورو مشرانو هم ورته سر خوځولی چې عبدالله دې د مصالحي شورا مشر وي، مګر د صلاالدین رباني او احمدضیا مسعود په څېر سیاسیون لاهم له دغه پرمختګ سره موافق نهدي او غواړي چې د صدراعظمۍ چوکې رامنځ ته شي.
که څه هم د بشپړو جزئیاتو لهپاره لږ نور صبر هم په کار دی، خو موجوده انکشافات په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا پر غني او عبدالله غږ کړی چې خپل سیاسي اختلافات حل کړي.
امریکا څه موده وړاندې د دغو اختلافاتو د دوام له کبله له افغانستان سره د یو ملیارد امریکايي ډالره مرستې د کمولو خبره کړې وه او ګواښ یې کړی و چې د دوام په صورت کې به یې په ۲۰۲۱میلادي کال کې همدومره نوره مرسته هم کم کړي. خو اوس د پمیپو په تازه څرګندونو کې نهیوازې د غني او عبدالله ترمنځ د احتمالي توافق څرکونه ښکاري، بلکې د دغو اختلافاتو قطعي حل ته د دواړو هڅونه هم له ورایه په کې څرګنده ده. پمپیو وايي: «که افغان مشران متحد شي امریکا به له افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو په دوام باندې تجدید نظر ورکړي؟»
دا هغه ټکی او مسئله ده چې نېغ په نېغ د افغانستان له راتلونکي سیاسي او اقتصادي ثبات سره تړلې او په دې برخه کې د غني او عبدالله عبدالله بېغوري په هېڅوجه د ولس لهپاره د منلو وړ نهده. ولس په ټوله کې هیله لري چې غني او عبداله ډېر ژر دغه اختلافات پای ته ورسوي او په یوه ګډه او متحده جبهه کې، هم د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي، هم د حکومتولۍ لمن غښتلی کړي او هم لکه څنګه چې ولس تمه لري د سولې روان بهیر تقویه او په دې رابطه د موجودو هڅو مړژواندي کالبوت ته نوې ساه پو کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ