پاکستان له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د داعش خراسان ډلې مشر اسلم فاروقي دې دوی ته وسپارل شي.
پاکستان حکومت په یوې رسمي خبرپاڼه کې لیکلي، چې اسلم فاروقي د پاکستان پر ضد فعالیت کاوه، نو ځکه باید دوی ته د پلټنو لپاره وسپارل شي.
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په اسلام اباد کې افغان سفیر په دې تړاو د خبرو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتل شوی و.
پاکستان ټینګار کړی دی چې دواړه هېوادونه دې د جوړ شوي مېکانیزم پر اساس د ترهګرۍ د پدیدې پر ضد په همغږۍ کار وکړي.
افغان حکومت تر دې دمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې اعلامیې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان ملي امنيت د تېرې یکشنبې پر ورځ خبر ورکړ چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی، چې په اسلم فاروقي مشهور دی، نيولی دی.
ملي امنيت په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو، عبدالله اورکزی له ۱۹ تنو ملګرو سره يو ځای د ځانګړو
ځواکونو له خوا نيول شوی.
همدارنګه خبر پاڼه کې ویل شوي و، چې اسلم فاروقي د خېبر پښتونخوا د اورکزیو سیمې اوسېدونکی دی او افغانستان کې یې دداعش ډلې مشري پر غاړه درلوده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ