ads

اشرف غني: ملګري ملتونه دې له افغانستان سره د کورونا په مخنیوي کې همغږي شي

جمهور رییس غني له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو پر مرستې ټینګار وکړ. له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ناوخته د ملګرو ملتونو له استازو سره په کتنه کې د کورونا وېروس د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 وری 1399
اشرف غني: ملګري ملتونه دې له افغانستان سره د کورونا په مخنیوي کې همغږي شي

جمهور رییس غني له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو پر مرستې ټینګار وکړ.
له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ناوخته د ملګرو ملتونو له استازو سره په کتنه کې د کورونا وېروس د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې.
د سرچینې په خبره، جمهور رییس غني د هغوی د راپور تر اورېدو وروسته له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د نوو فعالیتونو او جدي تدابیرو نیولو خبر ورکړ.
جمهور رییس عني زیاته کړه، چې افغان حکومت د دغه وېروس په مخنیوي کې لومړی درجه مسول دی او ملګري ملتونه هم باید خپل فعالیتونه داسې تنظیم کړي، چې د حکومت او دوی تر منځ بشپړه همغږي شتون ولري.
د یادولو وړ ده، چې تر اوسه په افغانستان کې ۹۱ کسان پر کورونا وېروس اخته شوي، چې ډېری یې په هرات ولایت کې دي.
د روغتیایي چارواکو په خبره، کوم کسان چې دلته پر دغه وېروس اخته شوي، ډېرو یې په دې وروستیو کې ایران ته سفر کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA