په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د هوکړې ټولې برخې به په یو بل پسې عملي کېږي، څو د جګړې له شدت څخه مخنیوی وشي.
نوموړي په ورته وخت کې له امریکا تمه کړې چې د هوکړې ټولو مواردو د عملې کولو پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي.
د سهیل شاهین دا خبرې داسې مهال خپریږي چې امریکایي ځواکونو تېره ورځ د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې پر وسلهوالو طالبانو هوایي برید وکړ.
د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګیټ په ټویټر لیکلي، دا برید یې ځکه کړی چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه ډېر کړي.
نوموړي زیاته کړې، دا دفاعي او په ۱۱ ورځو کې د طالبانو پر ضد لومړنی برید و .
د امریکایي ځواکونو ویاند په خپله ټویټرپاڼه زیاته کړې چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او دسولې هوکړه لیک ته ژمن پاتې شي.
همدارنګه په افغانستان د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر ویلي، که چېرې طالبان له امریکا سره د سولې له هوکړې سرغړونه وکړي؛ نو هوکړه نشته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ