ads

ملا برادر او خليلزاد د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليك كړ

د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك د شنبې په ورځ ناوخته د قطر په پايتخت دوحه كې هلته د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ لاسليك شو. د دغه هوكړه ليك […]

نویسنده: hewadpal
10 کب 1398
ملا برادر او خليلزاد د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليك كړ

د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك د شنبې په ورځ ناوخته د قطر په پايتخت دوحه كې هلته د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ لاسليك شو.
د دغه هوكړه ليك د لاسليك په مهال د لسګونو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو استازو حضور درلود.
له دې سره هممهاله په كابل كې د افغانستان او امريكا حكومتونو ګډه اعلاميه خپره كړه، چې پر بنسټ يې له افغان ځواكونو سره نړيوالې ژمنې پر ځاى دي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني وويل، د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك هغه وخت د تطبيق وړ دى، چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وكړي.
د هغه په وينا، د كابل او واشنګټن د ګډې اعلاميې پلي كېدل په افغانستان كې تلپاتې سولې او ثبات ته لار هواروي.
په دې اعلاميه كې راغلي، امريكا به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را ښکته کړي او له طالبانو سره له هوكړې وروسته به په ۱۳۵ ورځو كې په ياده هوكړه كې كړې ژمنې عملي كوي.
د اعلاميې پر بنسټ، په ۱۴ مياشتو كې به له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتلو لړۍ بشپړېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA