د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولين وايي، سږ كال به په هېواد كې بزګرانو ته شاوخوا دوه ميليونه مېوه لرونكي نيالګي ووېشي.
د دغه وزارت وياند اكبر رستمي كليد ته وويل، په دې نيالګيو كې انګور، شفتالو، زردالو، انځر، ګيلاس او نورې مېوې شاملې دي.
د نوموړي په خبره، دوى په پام كې لري، چې په روان كال كې كروندګرو ته له ۲۰ تر ۳۰ زره جريبه پورې نوي باغونه جوړ كړي.
د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، هر كال څه باندې دوه نيم ميليونه بې مېوې نيالګي توليدوي او دولتي او نادولتي ارګانونو ته يې سپاري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ