تېره ورځ د افغانستان د ۱۹ کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۰ میلادي کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام لوبو کې له پاکستان سره مخ شوه.
پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه، چې سیالې لوبډلې په اسانۍ دغه هدف پوره او نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
افغانستان تر دې ماتې مخکې له جنوبي افریقا او متحدو عربو اماراتو څخه لوبې ګټلې وې.
د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله به سبا له اسټرالیا سره لوبه وکړي.