ads

په پکتیکا کې له امنیتي پوستو سره نېږدې، غله خلک لوټوي

په مرکز ښرنه کې یو تن صراف شاه خان کلید ته وویل، ماښام له بازار څخه خپل کور ته پر لاره د چهاردې په کلي کې له دوو مخ پټو کسانو سره مخ شو، چې له دوی څخه يي د تالاشۍ غوښتنه وکړه. نوموړی څرګندوي، غلو په داسي کلي کې دوی له وهلو ټکولو وروسته […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 سلواغه 1398
په پکتیکا کې له امنیتي پوستو سره نېږدې، غله خلک لوټوي

په مرکز ښرنه کې یو تن صراف شاه خان کلید ته وویل، ماښام له بازار څخه خپل کور ته پر لاره د چهاردې په کلي کې له دوو مخ پټو کسانو سره مخ شو، چې له دوی څخه يي د تالاشۍ غوښتنه وکړه.
نوموړی څرګندوي، غلو په داسي کلي کې دوی له وهلو ټکولو وروسته ولوټل او د پیسو په ګډون يي ټول توکي ورڅخه یووړل، چې امنیتي پوسته ورته په څو مترۍ کې موقعیت لري.
د محمد الله په نوم یو ځوان چې له ښرنې بازار سره په نېږدي سیمه کې د غلو له لوري لوټل شوی دی، وايي دا لومړۍ پېښه نه ده چې رامنځته کیږې ، بلکه هره اونۍ دوه درې هټيوال له ورته پېښې سره مخ وي.
هغه وویل غله په وسلو سمبال وي، ښه په ډاډه زړه په لویو لارو کې ولاړ وي، هر څوک چې پرې ور برابر شي؛ پرته له کومې وېرې يې ولوټي او ټول څیزونه ورڅخه واخلي .
محمدالله څرګندوي، چې له ده څخه يي څه کم درې سوه زره افغانۍ وړې دي، چې د هغه په قول نیمه هستي يي همدا وه.
یو تن هټيوال عبدالخالق له کلید سره په خبرو کې وویل، غلو ته سزا نه ورکول کېږې، ځکه هم دا پېښي ورځ تر بلي د ډېریدو پر لور ځي.
هغه څرګندوي که وضعیت همدا ډول دوام پیداکړي ، ډيری پانګوال او سوداګر به له خپلو چارو لاس په سر شي.
بل لور د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزی وايي د غلو ځيني ډلي نیول شوې چې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
قومندان زیاتوي پولیس شپه او ورځ هڅه کوي تر څو د نورو پېښو عاملین هم د قانون منګولو ته وسپاري او خلک ترې په امن کې کړي.
یاده دي وي چې له تېرو څو ورځو راهیسي د مرکز ښرنې په مربوطاتو کې د غلاوو پیښې ډيري شوي ، ځيني هټيوال او صرافان يي په لویو لارو کې له وهلو ډبولو وروسته لوټلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA