د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په راکټي بريدونو کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بريدونه د جمعې په ورځ د مارجې ولسوالۍ نور محمد څلور لارې ته څېرمه د طالبانو د وسلو او مهماتو پر يوه مرکز ترسره شول.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو بريدونو كې د قوماندان صدام په ګډون پنځه طالبان ووژل شول او د هغوى يو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونكي توكي له منځه يووړل شول.
د سرچينې په خبره، د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ په زمبلې سيمه كې هم د طالبانو د وسلو او مهماتو پر يوې زېرمې بريد شوى، چې په پايله كې يې ياده زېرمه په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.