ads

په بغلان كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بغلان كې د امنيتي ځواكونو د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې د يوه قوماندان په ګډون ۴۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دا عمليات تېره ورځ له غرمې وروسته ترسره شول، چې په پايله كې يې زياتې سيمې د طالبانو له شتونه پاكې […]

نویسنده: hewadpal
19 وږی 1398
په بغلان كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بغلان كې د امنيتي ځواكونو د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې د يوه قوماندان په ګډون ۴۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دا عمليات تېره ورځ له غرمې وروسته ترسره شول، چې په پايله كې يې زياتې سيمې د طالبانو له شتونه پاكې شوې او د نوي او زاړه بغلان ترمنځ لاره هم پرانيستل شوه.
د هغه په وينا، د يادو عملياتو په مهال د ملا شفيق مشهور په قاري جان د ۹۰ كسيزې ډلې د قوماندان په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي.
خو وسله والو طالبانو په بغلان كې د دې ډلې د جنګياليو مرګ ژوبله رد كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA