د سولې په چارو كې د دولت وزارت هيله څرګندوي، چې د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو نهم پړاو د بين الافغاني خبرو زمينه برابره كړي.
ياد پړاو مذاكرات د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته پيل شول، چې د سرچينو په وينا، په افغانستان كې د امريكا استخباراتي حضور يې د بحث له عمده مواردو څخه دى.
د سولې په چارو كې د دولت وزارت د ستراتېژيكو اړيكو عمومي رئيسې ناجيې انوري نن كليد ته وويل، تمه ده، چې د دوحې د سولې خبرې په هېواد كې د سرتاسري اوربند ټينګېدو او د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاكراتو پيلېدو ته لار پرانېزي.
تر دې مخكې ويل شوي و، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك به د روانې اګسټ مياشتې په ۱۹مه نېټه په ناروې كې لاسليك شي، خو په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د دغو راپورونو په ردولو سره وويل، د دواړو لورو ترمنځ پر پاتې جزياتو تر بحث وروسته به د ياد هوكړه ليك د لاسليكولو نېټه اعلان شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ