ads

په هلمند کې وسله والو غلا وو خلک تر پوزې راویستي

هلمند لښکرګاه ښار د امنیه قومنداني ان د حوزو په لس مترې کې وسله ولي غلاوي کیږي، چې ښاریانو ته یې سرخوږی پیدا کړی دی. همدارنګه د هلمند امنیه قومندان بیا وايي، تر ډېرې کچې یې د غلو مخه نیولې، خو که امنیتي چارواکي په غلا کې لاس ولري، له دندې به يې لېري کړي. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 زمری 1398
په هلمند کې وسله والو غلا وو خلک تر پوزې راویستي
هلمند هیلۍ چوک

هلمند لښکرګاه ښار د امنیه قومنداني ان د حوزو په لس مترې کې وسله ولي غلاوي کیږي، چې ښاریانو ته یې سرخوږی پیدا کړی دی.
همدارنګه د هلمند امنیه قومندان بیا وايي، تر ډېرې کچې یې د غلو مخه نیولې، خو که امنیتي چارواکي په غلا کې لاس ولري، له دندې به يې لېري کړي.
دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښارکې د ا لومړی ځل نه دی چې ښاریان له وسله والو غلو څخه سرټکوې، بلکي هره ورځ دلته د غلا وو پېښې ثبتېږي او کمښت په کې نه دی راغلی، خو د غلا وو ډېروالې له کبله ښاریان سخت اندېښمن شوي دي.
د لښکرګاه ګڼ ښاریان پر امنیتي چارواکو تور لګوي چې له غلو سر لاس لرې او زیاتوي چې که یې دوی امنیت نه شي ساتلی، نو د هلمند ښار دې نورو ځواکونو ته په لاس ورکړي، ترڅو د دوی امنیت خوندي کړي.
بلخوا، بیا د هلمند امنیه قوماندان سمونوال احسام الدین هلمندی وایې، هڅه کوي ترڅو د غلا وو د پېښو د مخنیوي په هدف هڅې تر دې لا ګړندۍ کړي.
دی وایې له تیرو څو میاشتوراهیسې یې شاوخوا ۲۲۳۵ تنه غله نیولي او څارنوالۍ ته یې سپارلي دي.
امنیه قوماندن وايي امنیتي ځواکونه غلا نه کوي، خو که له چا سره ثبوت وي، دوی ته یې دې وړاندي کړي، چې عدلې او قضایې ارګانونو ته یې معرفي کړي.
په هلمند کې داسې مهال ښاریان له غلو څخه شکایت کوې چی د دغه ولایت د جنایې جرمنو پر وړاندې د مدیریت مسولین وایې په تېرو دوو اونیو کې ېې ۸ تنه وسله وال غله له وسایلو سره یو ځای نیولي او څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA